کراچي (وېب نيوز) د مالياتو کارپوه ذيشان مرچنټ ويلي دي چې په هېواد کې پر جایداد، موټر او نږدې هر ډول پېرودنې ټېکس لګېدلی دی او يوازې پر ساه اخيستو ټېکس نه دی لګېدلی. نوموړي له جيو نيوز سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په پاکستان کې د انکم ټېکس ريټرن جمع کوونکو شمېر د دې لپاره نه زياتېږي چې ولس پر مالياتي نظام باور نه لري. د هغه په وينا، خلک له سسټم سره د يوځای کېدو وېره لري ځکه چې فائلران د آډټ، جريمې او د بانکي حسابونو د کنګل کېدو له ستونزو سره مخ کېږي، خو نان فائلران له دغو ستونزو خوندي پاتې کېږي. ذيشان مرچنټ وويل چې د کوچنيو کاروبارونو لپاره د ټېکس نظام ډېر پېچلی او دروند جوړ شوی او په ځينو برخو کې د ټېکس کچه تر 49.5 سلنې پورې رسېږي. نوموړي غوښتنه وکړه چې مالياتي نظام دې اسانه کړل شي او ټېکس ورکوونکو ته دې د شراکت دارانو په سترګه وکتل شي. هغه زياته کړه چې په تېرو پنځو کلونو کې د تنخواه دارې طبقې له خوا ورکړل شوی ټېکس له 150 اربه روپيو څخه 610 اربه روپيو ته لوړ شوی دی. د ده په وينا حکومت اوس مالي فرصت لري او بايد تنخواه دارې طبقې او منظم ټېکس ورکوونکو ته مناسبې اسانتياوې او رعایتونه ورکړي.
