اسلام آباد (وېب نيوز) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب د 2026-27 مالي کال په بوديجه کې د سرکاري کارکوونکو د تنخواوو 7 سلنه او د تقاعد شويو کسانو د پنشن 7 سلنه زياتوالي وړانديز کړی دی. نوموړي د قامي اسمبلۍ په وينا کې وويل چې د لږ تر لږه مياشتنۍ تنخوا د 10 سلنې زياتوالي وړانديز هم شامل دی، څو د ټيټې عايد لرونکي طبقې ته مستقيمه اسانتيا برابره شي.د خزانې وزير وويل چې حکومت د ټولنيزو مرستو پروګرامونو د پراخولو پرېکړه کړې ده او د بېنظير انکم سپورټ پروګرام لپاره 838 اربه روپۍ ځانګړې شوې دي چې د تېر کال په پرتله 17 سلنه زياتې دي. د هغه په وينا کفالت پروګرام به 1 کروړ 20 لکه کورنيو ته وغځول شي او د تعليمي بورسونو ساحه به هم پراخه شي.نوموړي زياته کړه چې د جاري لګښتونو له مخې د آزاد کشمیر لپاره 146 اربه روپۍ او د ګلګت بلتستان لپاره 88 اربه روپۍ ځانګړې شوې دي، څو د دغو سيمو د پرمختيا او ټولنيزو اړتياوو ښه پوره کولو کې مرسته وشي.
