تازه خبرونه ۱۳ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان صوبایي کابینې مهمې پرېکړې، بلدیاتي ادارې به د ۲۰۲۷ کال د فبرورۍ په ۸مه منحل شي

کوټه (وېب نيوز)د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ د صوبایي کابینې په مهمه غونډه کې د ولسي ګټو، انتظامي اصلاحاتو، بلدیاتي نظام، قانون، روغتیا او ښې حکومتولۍ اړوند ګڼې پرېکړې وشوې. د کابینې له پرېکړې سره سم به د بلدیاتي ادارو د آئیني مودې تر بشپړېدو وروسته د ۲۰۲۷ کال د فبرورۍ په اتمه نېټه دغه ادارې منحل شي او د نوو ضلعو، حلقه بندیو او اړوندو چارو په اړه به الېکشن کمېشن ته سپارښتنې وړاندې کېږي. کابینې په بارخان او برشور کې د نوو میونسپل کمېټو، خاران ته د میونسپل کارپورېشن درجه ورکولو، د معلوماتو د حق قانون کې د بدلونونو، د نشه يي توکو مقدماتو لپاره د عدالتي واکونو، عامه او خصوصي مشارکت قوانینو، د سرکاري کارکوونکو د کوآپریټو سوسایټۍ، د اقلیتي چارو د محکمې د نوم بدلون، د روغتیا او پاکو اوبو پروژو او د نرسنګ فارغانو لپاره د میاشتني ۲۸ زره او ۷۰ روپیو وظیفې منظوري هم ورکړه، همدارنګه په حب، ډام او د چاغي په دالبندین کې د نویو پولیس سټېشنونو د جوړولو پرېکړه هم وشوه.