کوټه (وېب نيوز)بلوچستان رېونیو ادارې (بي آر اې) د صوبې ټولو ټېکس کنسلټنټانو، بشري سرچینو (اېچ آر) او پرسنل ډویلپمنټ مشاورینو ته لارښوونه کړې چې که تر اوسه راجسټر شوي نه وي، نو سمدستي دې له بي آر اې سره خپله رجسټرېشن بشپړه کړي. ادارې ویلي چې د بلوچستان سیلز ټېکس آن سروسز ایکټ ۲۰۱۵ له مخې په یادو خدماتو اته سلنه سیلز ټېکس ټاکل شوی او په دې برخه کې د ان پټ ټېکس کریډټ یا ایډجسټمنټ اجازه نشته. ټولو راجسټر شوو خدمت وړاندې کوونکو ته امر شوی چې خپل ټېکس ریټرنونه پر وخت جمع او واجب الادا ټېکس ادا کړي. بي آر اې زیاته کړې چې د ټېکس قوانینو عملي کول د صوبې پرمختګ، غوره عامه خدمتونو او شفاف اقتصاد لپاره اړین دي، او د اسانتیا لپاره یې ډیجیټل پلیټ فارمونه هم فعال کړي دي. ادارې له ټولو اړوندو مشاورینو غوښتنه کړې چې د جرمانو او قانوني ستونزو څخه د ځان ژغورلو لپاره ژر تر ژره خپله رجسټرېشن بشپړه او د ټېکس قوانینو پابندي وکړي.
