مقامی ۱۳ جون ۲۰۲۶

په کلي شیخان کې د پشتونخوا نیشنل عوامي ګوند شمولیتي غونډه، د ۲۰ کورنیو ۸۰ کسان ګوند سره یو ځای شول

کوټه (وېب نيوز)د پشتونخوا نیشنل عوامي ګوند د صوبایي مشر نصرالله خان زیرې، صوبایي مرستیال سیکرټري عبدالرزاق خان بریچ، عبدالعلي اڅکزي او ملک جهانزیب خان کاسي په ګډون په کلي شیخان، شیراز آباد کې د انیس خان تاجک په مشرۍ د شمولیتي لویې غونډې ترسره شوه، چې پکې د شلو کورنیو ۸۰ کسانو په رسمي ډول په ګوند کې د ګډون اعلان وکړ. مشرانو نویو غړو ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه چې د ولس پرله‌پسې ملاتړ د ګوند د اصولي سیاست او ولسي مبارزې څرګندونه کوي. ویناوالو د هېواد د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې په پښتون وطن کې ناامني او هدفي وژنې زیاتې شوې دي. غونډه کې د ملي شهید عثمان خان کاکړ د پنځم تلین د عوامي جلسې تیاریو هم جاج واخیستل شو او د نوي تنظیمي یونټ لپاره ملک باز محمد د سیکرټري، الماس خان د سینیئر مرستیال او نور غړي د معاونینو په توګه وټاکل شول.