کوټه (وېب نيوز)د پشتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبایي سیکرټریټ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ګوند صوبایي مشر عبدالقہار خان ودان د خپلو آئیني واکونو له مخې د کوټې ضلعي کابینه، ضلعي کمیټه او د کوټې د څلورو تحصیلونو تحصیلي کابینې، کمیټې او ټول سیمهییز تنظیمي یونټونه سمدستي منحل کړي دي. په اعلامیه کې راغلي چې د ضلعي ګوند په سیاسي او تنظیمي چارو کې پرلهپسې خنډونه او د ګوندي نظم جدي سرغړونې موجودې وې او د څو ځله خبرداریو باوجود هېڅ ښه والی ونه لیدل شو، چې له امله یې دا پرېکړه وشوه. صوبایي مشر د ابتدایي یونټونو غړو ته لارښوونه کړې چې خپلې ورځنۍ سیاسي او تنظیمي هلې ځلې دې دوامداره وساتي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د ګوند مشر محمود خان اڅکزی به ډېر ژر د کوټې د نوي تنظیمي جوړښت اعلان وکړي، او غړو ته یې خبرداری ورکړی چې د تنظیم جوړونې په اړه دې په ټولنیزو رسنیو او نورو پلیټ فارمونو غیر ضروري څرګندونو څخه ډډه وکړي، کنه د ګوند د آئین له مخې به انضباطي اقدام وشي.
