تازه خبرونه ۱۳ جون ۲۰۲۶

په ایراني رسنیو کې د تړون د جزیاتو له خپرېدو وروسته ټرمپ پر ایران غوسه څرګنده کړه

واشنګټن (وېب نيوز)د امریکا ولسمشر ڈونلڈ ٹرمپ په ایراني رسنیو کې د احتمالي سولې تړون د جزیاتو له خپرېدو وروسته پر ایران سختې نیوکې کړې او خپاره شوي شرایط یې جعلي بللي دي. ټرمپ ویلي چې ایران رسنیو ته کوم شرایط ورکړي، هغه د لیکلي او موافقه شوي تړون له شرایطو سره هېڅ تړاو نه لري. نوموړي د ایران د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې هم په ټولنیزو رسنیو کې شریکې کړې چې پکې ویل شوي وو د اسلام‌آباد د تفاهم یادښت په اړه تر دې مخکې دومره نږدې توافق نه و رامنځته شوی. بل لور ته د امریکا مرستیال ولسمشر په غیر مستقیم ډول ایران ته د مالي سرچینو د خوشې کېدو امکان یاد کړ او ویې ویل چې د کنګل شویو شتمنیو سمدستي ازادول نه دي مطرح، خو که ایران د تړون ټول شرایط پوره کړي نو ایران او د سیمې نورو برخو ته به هم مالي اسانتیاوې برابرې شي.