کوټه(وېب نیوز)د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د ایران له ګډون پرته په منځني ختیځ کې هېڅ امنیتي جوړښت یا نوی اتحاد بریالی کېدای نه شي. هغه په تهران کې د سیمه ییزو چارواکو او ټولنیزو فعالانو سره په لیدنه کې وویل چې د دوامدار سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د ټولو سیمه ییزو هېوادونو ګډ ګډون ضروري دی.د عراقچي په وینا ایران په نظر کې نه نیول د سیمه ییز امنیت د تضمین معنا نه لري. هغه وویل چې وروستیو شخړو ثابته کړه چې پر ایران فشار او د هغه منزوي کول ناکامې تګلارې دي، او د ایران ولس د سختو شرایطو باوجود مقاومت او ثبات ښودلی دی. د هغه په خبره ایران د جګړې او فشارونو وروسته لا ډېر قوي او متحد شوی دی.
