کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان ټرانسپورټرز ایکشن کمیټې او د ګمرک د کلکټر ترمنځ د لوړپوړو مذاکراتو وروسته په ملي لویو لارو د څو غیر ضروري ګمرکي چیک پوسټونو د ختمولو پرېکړه وشوه. په غونډه کې ټرانسپورټرانو د لارې پر سر د ځنډ، بار بار تلاشي او د سوداګرۍ خنډونه وړاندې کړل، چې وروسته د ګمرک چارواکو سمدستي د چیک پوسټونو د ختمولو امرونه جاري کړل. د ټرانسپورټر مشر حاجي حبیب الله خان بادیزي وویل چې دا د دوی لپاره یوه لویه بریا ده او دا ګام به د سوداګرۍ او ترانسپورټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
