پېښور (وېب نیوز) د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د باران، سختو بادونو او اسماني برېښنا له امله رامنځته شويو پېښو کې ۷ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي. د صوبايي ناورینونو د مدیریت ادارې (PDMA) د راپور له مخې، په مړو شويو کسانو کې ۲ ماشومان، ۴ نارینه او یوه ښځه شامله ده، په داسې حال کې چې په ټپیانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي. دغه پېښې په بنو، شانګله او مانسهره کې د چتونو او دېوالونو د نړېدو له امله رامنځته شوې دي. پي ډي اېم اې خبرداری ورکړی چې د سختې ګرمۍ او بارانونو له امله په غرنیو سیمو کې ګلیشیرونه په چټکۍ سره ویلې کېږي چې د ګلیشیایي جهیلونو د چاودېدو او ناڅاپي سېلابونو خطر یې زیات کړی دی. د چترال، دیر، سوات، کوهستان او مانسهرې ضلعي ادارو ته لارښوونه شوې چې حساس سیمې په دوامداره توګه وڅاري، خلکو ته پر وخت خبرتیا ورکړي او د اړتیا په صورت کې د هغوی خوندي لېږد یقیني کړي.
