تازه خبرونه ۱۴ جون ۲۰۲۶

ټرمپ: له ایران سره تړون بشپړ شو، سمندري بندیز پای ته ورسېد

واشنګټن/اسلام آباد (فارن ډیسک)د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې له ایران سره د اوږدو خبرو اترو وروسته تړون بشپړ شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو په لور مهم پرمختګ رامنځته شوی دی.ټرمپ په خپل بیان کې ویلي: «ټولو ته مبارکي وایم، له ایران سره تړون بشپړ شوی دی.» نوموړي زیاته کړې چې پر ایراني بندرونو لګېدلی امریکایي سمندري بندیز لرې شوی او د هرمز تنګي له لارې بېړۍ بېرته عادي تګ راتګ پیلوي. د هغه په وینا نړیوالې سوداګریزې بېړۍ به خپلې چارې له سره پيل کړي او د تېلو نړیواله لېږد رالېږد به هم عادي حالت ته راوګرځي.د راپورونو له مخې په دې تفاهم کې د ایران له لوري د اټومي وسلو نه جوړولو ژمنه، د هرمز تنګي پرانیستل او په سیمه کې د پوځي کړکېچ کمول شامل دي. په مقابل کې امریکا د ځینو بندیزونو د نرمولو، د ایراني تېلو د صادراتو د اسانتیا او د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو په اړه هم هوکړې ته نږدې شوې ده.د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د دې پرمختګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سولې د تړون د لاسلیک مراسم به په سویس کې ترسره شي. راپورونه ښيي چې پاکستان او قطر د منځګړیتوب په بهیر کې مهم رول لوبولی دی.خو ایراني چارواکو تر اوسه محتاط دریځ خپل کړی او ویلي یې دي چې ځینې موضوعات لا هم تر بحث لاندې دي او وروستۍ پرېکړه به د رسمي اعلان وروسته روښانه شي. ځینې نړیوالې سرچینې وایي چې د تړون پر ځینو مادو لا هم اختلافات موجود دي.شنونکي باور لري چې که دغه تړون بشپړ عملي شي، نو د منځني ختیځ امنیتي وضعیت به ښه شي، د نړیوالو بازارونو بې ثباتي به راکمه شي او د تېلو بیې به هم له فشار څخه ووځي.