بیجینګ(وېب نیوز) چین د امریکا او ایران ترمنځ د لومړي پړاو د تفاهمي یادښت پر متن د هوکړې هرکلی کړی او په دې بهیر کې یې د پاکستان د منځګړیتوب او اسانتیا برابرولو هڅې ستایلې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان وویل چې بیجینګ دغه پرمختګ مثبت ګام ګڼي او هیله لري چې دواړه هېوادونه به د ټاکل شوي مهالویش له مخې وروستۍ هوکړه لاسلیک کړي. هغه زیاته کړه چې د شخړو د حل لپاره سیاسي خبرې اترې او ډیپلوماسي تر ټولو اغېزمنه لار ده او چین به د منځني ختیځ او خلیجي سیمې د سولې او ثبات لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.
