اسلام آباد(وېب نیوز) وزیراعظم شهباز شریف قومي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته په سیمه کې د ثبات او امن نوې دوره پیلېږي او د جون په ۱۹مه نېټه به په جنیوا کې د تړون د لاسلیک مراسم د پاکستان په کوربتوب ترسره شي. نوموړي دا پرمختګ د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او هوښیارې رهبرۍ بریا وبلله او ویې ویل چې پاکستان د سولې د ټینګښت لپاره مهم او رغنده رول لوبولی دی. هغه زیاته کړه چې د دې هوکړې مثبتې اغېزې به نه یوازې په سیمه بلکې پر نړیوال اقتصاد او ثبات هم څرګندې شي.
