پاکستان ۱۶ جون ۲۰۲۶

عمران خان له طبي معاینې وروسته بېرته اډیاله زندان ته ولېږدول شو، بیرسټر ګوهر

اسلام آباد(وېب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر علي خان ویلي چې د ګوند بنسټګر عمران خان د طبي معاینې او درملنې لپاره لنډ مهال د پمز روغتون ته انتقال شوی و، خو د معایناتو له بشپړېدو وروسته بېرته اډیاله زندان ته ولېږدول شو. نوموړي په اېکس پاڼه خپور کړي بیان کې وویل چې عمران خان تېره شپه د انجکشن او طبي معاینې لپاره روغتون ته وړل شوی و. هغه غوښتنه وکړه چې عمران خان ته دې بشپړې طبي اسانتیاوې برابرې شي او د کورنۍ له غړو سره دې د لیدنې اجازه هم ورکړل شي.