مقامی ۱۶ جون ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د ګڼو کسټم چیک پوسټونو د ختمولو لړۍ پیل، سوداګرو او ټرانسپورټرانو هرکلی وکړ

کوټه(وېب نیوز) په بلوچستان کې د ټرانسپورټرانو، سوداګرو او د کانونو د مالکانو د اوږدمهاله غوښتنو په رڼا کې پر ملي لویو لارو د ګڼو کسټم چیک پوسټونو د ختمولو او کمولو عملي بهیر پیل شوی، چې د سوداګرۍ او صنعت اړوند حلقو له لوري یې تود هرکلی شوی دی. چارواکي وایي د دې ګام موخه د سوداګریزو فعالیتونو اسانتیا، د مالونو پر وخت لېږد او د ترانسپورټ سکتور ستونزو ته حل لاره موندل دي. سوداګر او د کانونو مالکین باور لري چې د غیر ضروري تلاشیو او ځنډونو کمېدو سره به د ترانسپورټ لګښتونه راکم او اقتصادي فعالیتونه نور هم چټک شي.