مقامی ۱۶ جون ۲۰۲۶

خضدار: په ارباب کمپلېکس کې ډزې، دوه کسان ووژل شول

خضدار(وېب نیوز) د خضدار په ارباب کمپلېکس سیمه کې د موټر سپرو وسله والو په ډزو کې دوه کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، دواړه کسان په یوه هوټل کې ناست وو چې ناڅاپه وسله والو پرې ډزې وکړې. وژل شوي کسان د شاه جهان ولد عبدالله پندراني او عبدالستار ولد نائب فتح محمد شاهوزي په نومونو پېژندل شوي چې په هغوی کې د یوه پخواني ایس ایچ او زوی هم شامل دی. له پېښې وروسته مړي روغتون ته لېږدول شوي او پولیسو د پېښې د پلټنو او د بریدګرو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.