کو ټه(وېب نیوز) د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (یو این ډي پي) له لوري د فلډ ری کنسټرکشن او همغږۍ پروګرام په چوکاټ کې د جرمني حکومت په مالي مرسته د سیلاب ځپلې سیمې هنه اوړک کې د 700 کلایمټ ریزیلینټ کورونو د جوړولو پروژه په بریالیتوب سره روانه ده. په یوه ځانګړې غونډه کې 187 بشپړ شوي کورونه اغېزمنو کورنیو ته وسپارل شول، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم ګڼ کورونه بشپړ او خلکو ته ورکړل شوي دي. چارواکو وویل چې دا پروژه د 2022 کال د ویجاړوونکو سیلابونو له اغېزو د خلکو د راایستلو او د خوندي استوګنې د برابرولو لپاره یو مهم ګام دی.
