کوټه(وېب نیوز) د مشرقي بای پاس بابا جان ټاون سیمه کې د کورني اختلاف له امله یوه پېښه رامنځته شوه چې پکې مشر ورور په ډزو کولو خپل کشر ورور وژلی دی. د پولیسو په وینا د دواړو وروڼو ترمنځ شخړه وروسته له قهره وژونکې پېښې ته واوښته. کشر ورور په ځای مړ شو او برید کوونکی له سیمې تښتېدلی دی. پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
