مقامی ۱۶ جون ۲۰۲۶

ډېره بګټي: پر پيرکو روډ بوزر باندې ډزې، دوه کسان وژل شوي

ډېره بګټي(وېب نیوز) د پيرکو روډ په چړاوۍ سیمه کې نامعلومو وسلوالو پر يو بوزر (د اوبو يا تېلو ټانکر) باندې ناتاره ډزې کړې چې له امله یې ډرایور او هیلپر په ځای وژل شوي دي. سرچینې وایي دغه بوزر د ګیس سروې ډلې سره تړاو درلود. پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د ملزمانو د نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي.