مقامی ۱۶ جون ۲۰۲۶

د عوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر پر سیاسي او انتظامي وضعیت سخت اندېښنه

په کوټه کې د عوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي په یوه بېړنۍ خبري غونډه کې د هېواد او په ځانګړي ډول د بلوچستان پر سیاسي او انتظامي وضعیت سخت اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل چې د جمہوریت په نوم داسې پالیسۍ عملي کېږي چې د مارشل لا دور یاد تازه کوي، او د سیاسي ګوندونو او کارکوونکو بنسټیز حقونه محدود شوي دي او سوله ییز احتجاجونه هم نه پرېښودل کېږي.هغه د بېلابېلو پېښو، ناامنۍ، ټارګټ کلنګ، د حکومتي کارکوونکو ستونزو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې او له حکومته یې وغوښتل چې جمہوري ازادۍ بحالې کړي او سیاسي فعالیت ته زمینه برابره کړي.