تازه خبرونه ۱۶ جون ۲۰۲۶

چمن پوله: امنیتي ځواکونو لویه بریا، د نفوذ هڅه ناکامه، 14 ترهګر وژل شوي

کوټه(وېب نیوز) د چمن په حساس پوله کې امنیتي ځواکونو د نفوذ یوه لویه هڅه ناکامه کړې او د سختې نښتې پر مهال یې 14 ترهګر وژلي دي. د آی ایس پي آر په وینا، ترهګرو هڅه کوله چې له پولې پاکستان ته داخل شي خو امنیتي ځواکونو سمدستي غبرګون وښود او هغوی یې شاتګ ته اړ کړل. په سیمه کې د پاکولو عملیات دوام لري او درنې وسلې هم ترلاسه شوې دي.