پېښور: د پاک پوځ د عامه اړیکو ادارې آی اېس پي آر ویلي چې امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي چې پکې ۵ هند ملاتړي خوارج وژل شوي دي. د معلوماتو له مخې په ټانک کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات شوي او د سختې نښتې وروسته ۴ وسله وال وژل شوي دي، په داسې حال کې چې په ډېره اسماعیل خان کې هم یو خارجی وژل شوی دی. آی اېس پي آر ویلي چې له وژل شویو وسله والو څخه وسله او مهمات هم ترلاسه شوي او په سیمه کې د نورو ترهګرو د ختمولو لپاره د لټون عملیات دوام لري.
