کوټه(وېب نیوز) امنیتي ځواکونو د بلوچستان د نصیرآباد ولسوالۍ په یوه هدفمند عملیاتو کې پنځه ترهګر وژلي او د هغوی له ولکې څخه یې د وسلو، مهماتو او نورو جګړه ییزو تجهیزاتو لویه زېرمه ترلاسه کړې ده. د آی ایس پي آر له مخې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شول او د نښتې پر مهال سخته ډزې وشوې چې په پایله کې ټول ترهګر ووژل شول. چارواکي وایي وژل شوي کسان د تخریبي فعالیتونو او د حساسو تاسیساتو د په نښه کولو په پلانونو کې ښکېل وو، او اوس هم په سیمه کې د لټون او تصفیې عملیات روان دي.
