کوټہ (ویب نیوز) د امریکایي مجلې د راپور له مخې د امریکا او ایران ترمنځ د تړون وروسته واشنګټن تهران ته د سون توکو د فوري خرڅلاو اجازه ورکوي. په راپور کې ویل شوي چې دا ګام ایران ته د لومړنیو مالي امتیازاتو په توګه ورکول کېږي او د ایران پر تیلو بندیزونو کې د نرمښت تمه هم د تړون له لاسلیک وروسته شته. د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم یادښت لاسلیک شوی او رسمي لاسلیک غونډه به د جمعې په ورځ ترسره شي.
