کراچۍ (یو این اے) د نشه یي توکو د خرڅلاو په تور نیول شوې انمول عرف پنکي د موبایل فون فرانزیک راپور ترلاسه شوی چې پکې د ډېرو معلوماتو د موندلو انکشاف شوی دی. د سرچینو په وینا، د این سي سي آی اې د پلټنو پر مهال له موبایل څخه تر ۱۰۰ جي بي زیات معلومات ترلاسه شوي دي چې پکې له ۷۵ زرو څخه زیات عکسونه، د آنلاین مالي راکړو ورکړو ریکارډ، د پیسو ترلاسه کولو بانکي سلپونه او نور مهم معلومات شامل دي. راپور زیاتوي چې له موبایل څخه د ۱۳ زرو څخه زیات کانټکټونه او ۴۲ زره کال لاګونه هم ترلاسه شوي دي. همدارنګه معلومه شوې چې تورنې په یوه موبایل کې دوه واټساپ حسابونه کارول.
