تازه خبرونه ۱۸ جون ۲۰۲۶

ټرمپ او ولسمشر پزشکیان ښايي د سولې پر تړون لاسلیک وکړي

کوټه (ویب نیوز) د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه بیان کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ او د ایران ولسمشر پزشکیان ښايي د جګړې د پای ته رسولو او د سیمې د کړکېچ د کمولو لپاره د سولې پر یوه تړون لاسلیک وکړي. د بیان له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې ډیپلوماټیکې هلې ځلې مثبتې پایلې لري. تر دې وړاندې ټرمپ هم ویلي وو چې ممکن د جمعې په ورځ په سویس کې د سولې تړون د لاسلیک مراسمو لپاره هلته پاتې شي.