تازه خبرونه ۱۸ جون ۲۰۲۶

غواړو اسرائیل د خپل دفاع توان ولري، ډونلډ ټرمپ

کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي چې امریکا له ایران سره د یوې پیاوړې هوکړې پر لور روانه ده او تمه لري چې تهران به ژر پرې موافقه وکړي. نوموړي د جي اووه غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې امریکا غواړي اسرائیل د خپل ځان د دفاع توان ولري او سمې پرېکړې وکړي. ټرمپ زیاته کړه چې له ایران سره وړاندیز شوې هوکړه به د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي لپاره مهم خنډ وي، او که ایران هوکړه ونه مني نو امریکا به بیا هم لازم اقدامات ترسره کړي. هغه له هند سره د سوداګریز تړون د پرمختګ او پر روسیې د بندیزونو د ارزونې یادونه هم وکړه.