کوټه (ویب نیوز)د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د افغان ـ ترانس دهلېز پروژې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا ستراتیژیکه پروژه کولی شي افغانستان، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه له جنوبي اسیا، عربي سمندر او نړیوالو سوداګریزو لارو سره ونښلوي. نوموړي د اوزبکستان د ولسمشر د ملاتړ هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د پروژې بریا به د سیمې اقتصادي ودې، ثبات او سوکالۍ لپاره مهمه وي. خلیلزاد ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې د دې پروژې د بریالي پلي کېدو لپاره مهمې دي او دواړه هېوادونه باید خپلې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
