تازه خبرونه ۱۸ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال بجټ کې له ۱۱۳۴ اربه روپیو څخه د زیاتو عوایدو اټکل

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال د بجټ رسمي شمېرې مخې ته راغلي چې له مخې یې د صوبې ټول عواید او کیش کیري اوور ۱۱۳۴ اربه او ۹۲ کروړه روپیو څخه زیات اټکل شوی دی، چې پکې له وفاق څخه د ۸۳۴ اربه او ۴۴ کروړه روپیو ترلاسه کېدو تمه ده. د بجټ اسنادو له مخې د صوبې خپل عواید ۱۷۸ اربه روپۍ ټاکل شوي، په داسې حال کې چې د غیر پرمختیایي لګښتونو لپاره له ۷۹۷ اربه او د پرمختیایي پروژو لپاره ۲۹۱ اربه روپیو څخه زیاتې پیسې ځانګړې شوې دي. د بودیجې د شمېرنو له مخې د نوي مالي کال پر مهال د صوبې د مالي کسر امکان هم څرګند شوی دی.