کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د مالیې وزیر شعیب نوشیرواني د نوي مالي کال ۲۰۲۶-۲۷ د بجټ پر مهال وویل چې د کرنې د ودې او بزګرانو د ملاتړ لپاره د کرنې د پرمختیایي پروګرام لپاره ۴.۴ اربه او غیر پرمختیایي لګښتونو لپاره ۱۹.۲ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي. نوموړي اعلان وکړ چې بزګرانو ته د مستقیمې مرستې لپاره د “کسان کارډ پروګرام” د پیل په موخه یو ارب روپۍ ځانګړې شوې او په حب کې د زراعتي پیداوارو د سوداګرۍ او بازار موندنې د ښه کولو لپاره د “ایګرو مارکیټ حب” جوړولو ته ۲.۵ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي، همدارنګه د پنبې د پیداوار زیاتولو پروګرام لپاره ۲۰۰ میلیونه روپۍ هم وړاندیز شوې دي.
