تازه خبرونه ۱۸ جون ۲۰۲۶

کوټه کې د ۱۸ نویو ګرین بسونو او الېکټرک بس سروس د پیل اعلان وشو

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د مالیې وزیر شعیب نوشیرواني د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال بجټ وړاندې کولو پر مهال اعلان وکړ چې په کوټه ښار کې به د ټرانسپورټ د اسانتیاوو د پراختیا لپاره ۱۸ نوې ګرین بسونه د فیډر روټونو پر لارو چلېږي، چې لپاره یې ۷۰۰ میلیونه روپۍ ځانګړې شوې دي. نوموړي وویل چې د ګرین او پنک بسونو لپاره به ۵۰ عصري بس سټاپونه هم جوړ شي او د چاپېریال ساتنې لپاره به په لومړي ځل الېکټرک بس سروس هم پیل شي. همدارنګه د ښځو د اسانتیا لپاره د ای بایک سکیم پراخولو او د بلوچستان ټرافیک انجینرنګ بیورو کلنۍ ګرانټ له ۶۰ میلیونه څخه ۸۰ میلیونه روپیو ته د لوړولو اعلان هم وشو.