کوټه: د بلوچستان د مالیې وزیر شعیب نوشیرواني وویل چې د صوبې مالي خپلواکۍ او اقتصادي ثبات لپاره د ټیکس او غیر ټیکس عوایدو زیاتوالی ضروري دی. د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال په بجټ کې بلوچستان ریوینیو اتارټۍ ته د ۵۹.۸ اربه روپیو تر ټولو لوی د عوایدو هدف ټاکل شوی، په داسې حال کې چې د انرژۍ څانګې لپاره ۳۶.۹ اربه، د معدنیاتو او معدني سرچینو څانګې لپاره ۲۱.۱ اربه، د بلوچستان بورډ آف ریوینیو لپاره ۸.۴ اربه او د ایکسائز او ټیکسیشن څانګې لپاره ۴ اربه روپۍ هدف ټاکل شوی دی.
