کوټه (ویب نیوز)د جمعیت علمای اسلام مرکزي مشر او د صوبایي اسمبلۍ غړي نوابزاده میر ظفرالله خان زهري د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي سره په وزیراعلی سیکرټریټ کې مهمه لیدنه وکړه، چې پکې د سوراب ضلعې او نورو وروسته پاتې سیمو د پرمختګ، روانو او وړاندیز شویو پرمختیایي پروژو، د ولس ستونزو او د راتلونکي مالي کال د صوبایي بجټ په اړه تفصیلي خبرې وشوې. میر ظفرالله خان زهري د خپلو سیمو د سړکونو، روغتیا، تعلیم، د څښاک اوبو، کرنې او ځوانانو ته د روزګار فرصتونو په اړه خپلې سپارښتنې وړاندې کړې او غوښتنه یې وکړه چې په بجټ کې وروسته پاتې سیمو ته ځانګړي فنډونه ورکړل شي. وزیراعلی میر سرفراز بګټي ډاډ ورکړ چې حکومت د متوازن پرمختګ، ولسي هوساینې او د محرومو سیمو ستونزو د هواري لپاره عملي ګامونه پورته کوي.
