کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د وزیراعلی میر سرفراز بګټي او د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو د لارښوونو پر اساس د کورنیو چارو سلاکار بابر یوسفزي د اې سي ښار کوټه امیر حمزه سره د ښار بېلابېلو امام بارګاوو څخه لیدنه وکړه او د محرم الحرام لپاره یې امنیتي تیاریو او د امن وضعیت تفصیلي جاج واخیست. د علمدار روډ، نچاري روډ، سعید آباد او شپاړس اېکړ سیمو علماوو او شیعه مشرانو د امنیتي انتظاماتو څخه اطمینان څرګند کړ، او چارواکو ډاډ ورکړ چې د محرم پر مهال به د ولس د ځان او مال ساتنې لپاره ټولې ممکنه اسانتیاوې او اقدامات ترسره کېږي.
