تفتان (وېب نيوز) د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت له نوټيفيکېشن وروسته د تفتان پولې له لارې د پاکستاني سوداګرو لپاره د تجارتي ويزې اسانتيا د يو کال بندېدو وروسته بيا فعاله شوې ده. د ايران او اسرائيل د شخړې له امله دا اسانتيا موقتي بنده شوې وه، خو اوس د بيا پيلېدو سره سوداګريزې چارې بېرته روانې شوې دي. سوداګرو دا پرېکړه د ستاينې وړ بللې او ويلي يې دي چې له دې سره به سرحدي تجارت او د سيمې اقتصاد ښه شي.
