کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر ویلي چې په تېرو ټاکنو کې د دوی له ګوند سره درغلي شوې او دا خبره هم منل شوې ده، نو ځکه باید د ټاکنو اصلي پایلې اعلان شي. نوموړي په چارسده کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل که د خلکو حقیقي مینډیټ بېرته ورنه کړل شي، نو حکومت به په اسمبلۍ کې ارام نه پرېږدي. هغه زیاته کړه چې د هېواد سیاسي او اقتصادي ستونزې باید د اساسي قانون او ولسواکۍ له لارې حل شي او له افغانستان سره شته ستونزې هم د خبرو اترو له لارې هوارېدای شي.
