تازه خبرونه ۱۹ جون ۲۰۲۶

افغان قومي موومنټ د بلوچستان بودیجه د ولس ضد وبلله او رد یې کړه

کوټه (ویب نیوز) افغان قومي موومنټ (اې کیو اېم) د بلوچستان د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال بودیجه د ولس ضد او غیر متوازنه بللې او په بشپړه توګه یې رد کړې ده. د ګوند په وینا، د تعلیم، روغتیا، بنسټیزو اسانتیاوو او روزګار لپاره ځانګړې شوې بودیجه کمه ده او د روانې ګرانۍ په شرایطو کې د خلکو ستونزې نه شي هوارولی. په بیان کې د دولتي کارکوونکو د معاشونو اووه سلنه زیاتوالی ناکافي بلل شوی او ویل شوي چې د اسمبلۍ غړو ته د زیاتو امتیازاتو ورکولو پر مهال عام کارکوونکي له پامه غورځول شوي دي. ګوند د بې روزګارۍ، محدودو نوو دندو او د اپوزیسیون پر کړنو هم نیوکې کړې او بودیجه یې د ولس د هیلو خلاف بللې ده.