کوئٹہ (ویب نیوز) د کوئټې د صنعت او سوداګرۍ خونې مشر حاجي محمد ایوب مرياني، سينئر نائب صدر حاجي اختر کاکړ او نائب صدر انجینئر میرویس خان کاکړ د ایران له خوا سوداګرو ته د ځمکني لارې د داخلېدو د اجازې هرکلی کړی او دا یې د پاکستان او ایران ترمنځ د تجارت د پراختیا لپاره مهم ګام بللی دی. دوی وویل چې دا پرېکړه به د بلوچستان او ټول هېواد سوداګرو ته لویې اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه مخکې به ایران ته د سفر لپاره ګران او اوږد هوایي سفرونه کول، خو اوس به د ځمکې له لارې تګ راتګ اسانه، چټک او کم لګښت شي.
