تازه خبرونه ۱۹ جون ۲۰۲۶

افغانستان به د خپل امنیت او ثبات پر ضد هېڅ ګواښ ونه زغمي، دفاع وزارت

کابل (ویب نیوز) د افغانستان د ملي دفاع وزارت ويلي چې افغانستان به د خپل امن، ثبات او ملي امنيت پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ او تهديد ته د دوام فرصت ور نه کړي. وزارت په خپل بيان کې ټينګار کړی چې د هېواد د امنيت د خونديتوب لپاره به له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه پورته کوي او د هغو ډلو او عناصرو پر ضد به اقدامات روان ساتي چې د افغانستان د سولې او ثبات د زيانمنولو هڅې کوي. د دفاع وزارت په وينا، په راتلونکي کې به هم د افغانستان ضد فعالو ترهګرو ډلو او د هغوی د مرکزونو پر ضد اړين اقدامات ترسره کېږي.