واشنګټن (ویب نیوز): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که دی نه وای نو اسرائیل به له منځه تللی وای. نوموړي په یوه مرکه کې وویل چې د اسرائیل له وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو سره یې اړیکې ښې دي، خو کله ناکله اړتیا وي چې هغه تر کنټرول لاندې وساتل شي. ټرمپ ادعا وکړه چې کولای شي اسرائیل پر لبنان له بریدونو راوګرځوي او اسرائیل د ده لارښوونې تعقیبوي. هغه زیاته کړه چې امریکا له ایران سره تړون د کمزورۍ له امله نه دی کړی، بلکې ایران د شرایطو له کبله دې ته اړ شوی دی. د ټرمپ په وینا، جګړې ایران کمزوری کړی او امریکا به خپله تګلاره روانه ساتي. بلخوا په سویس کې د امریکا او ایران ترمنځ ټاکل شوې خبرې اترې لغوه شوې دي، خو د امریکا اداره لا هم هڅه کوي چې سیمه ییز کړکېچ پراخ نه شي او ډیپلوماتیک بهیر دوام ومومي. په ورته وخت کې د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو له کورني سیاسي فشار او د نړیوالو د سولې غوښتنو ترمنځ له ستونزمن وضعیت سره مخ دی.
