زوریخ/اسلام آباد (مانیټرنګ ډیسک) د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو راتلونکی پړاو به سبا د سویس په زوریخ ښار کې ترسره شي، په داسې حال کې چې سرچینې وایي د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم ښایي نن شپه زوریخ ته روان شي. د ایراني پلاوي مشري به د پارلمان رئیس باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوي، په داسې حال کې چې د امریکایي پلاوي مشري به مرستیال ولسمشر جې ډي وینس پر غاړه ولري. په پلاوي کې سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر هم شامل دي او د امریکایي پلاوي دوه غړي له وړاندې زوریخ ته رسېدلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په تخنیکي خبرو کې به د تفاهم د یادښت د عملي کولو پر لارو چارو او اړوندو موضوعاتو خبرې وشي، او د قطر استازي به هم په دغو خبرو کې ګډون ولري. بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې ایراني پلاوی به له امریکا وغواړي چې پر لبنان د اسرائیل بریدونه ودروي. د ډیپلوماټیکو سرچینو په وینا، دغه خبرې اترې د سیمې د کړکېچ د کمولو او مهمو سیمهییزو مسئلو د حل لپاره ځانګړی اهمیت لري.
