واشنګټن (مانیټرنګ ډیسک) د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس ویلي چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد یو ځل بیا د جګړې له پیل مخکې کچې ته رسېدلی دی. نوموړي فاکس نیوز ته په مرکه کې وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرمز تنګي له لارې ۱۶ میلیونه بېرله تېل لېږدول شوي، چې د جګړې تر پیل وړاندې د ورځې د لېږد له اندازې سره برابر دي. د امریکا پوځ هم په یوه بیان کې ویلي چې د جون په ۲۰مه په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ زیات شوی او د شنبې په ورځ ۵۵ سوداګریزې بېړۍ له دې مهمې سمندري لارې تېرې شوې دي، په داسې حال کې چې له ۱۷ میلیونه بېرلو څخه زیات تېل نړیوالو بازارونو ته رسول شوي دي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې ایران د هرمز تنګي کنټرول نه لري او په دغه سیمه کې سمندري تګ راتګ په عادي ډول روان دی. د امریکایي ځواکونو په وینا، د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ او د ایران سره د شوې هوکړې د مادو د پلي کېدو د ډاډ لپاره په سیمه کې د دوی څارنه او حضور دوام لري.
