تل ابیب (مانیټرنګ ډیسک) د اسرائیل وزیراعظم نتنیاهو د سویلي لبنان پر د اسرائیلي بریدونو د درولو امر کړی دی. د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه د امریکا سره تر سلا مشورو وروسته د وزیراعظم نتنیاهو او د اسرائیل د دفاع وزیر له خوا شوې ده. بل لور ته د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت پر حزب الله د اوربند د تړون د سرغړونې تور لګولی او ویلي یې دي چې حزب الله په دوامداره توګه د اوربند خلاف ورزي کوي، چې په ځواب کې اسرائیلي جنګي الوتکو په سویلي لبنان کې بریدونه ترسره کړي دي. په ورته وخت کې حزب الله ویلي چې د اوربند عملي کولو ته ژمن دی، خو پر لبنان د اسرائیل د هر ډول اشغالګرې هڅې پر وړاندې به کلک مقاومت ته دوام ورکړي. د حزب الله په وینا، د دوی ځواکونو د نباتیه سیمې پر لور د پرمختګ کوونکو اسرائیلي سرتېرو پر ضد عملیات کړي دي. حزب الله زیاته کړې چې له تېرې جمعې راهیسې پر نوي اوربند عمل کوي، خو اسرائیل د بریدونو شدت زیات کړی او دوی د هر ډول احتمالي برید ځواب ورکولو ته بشپړ چمتووالی لري.
