مقامی ۲۰ جون ۲۰۲۶

په نوشکي کې پر این 40 سړک د باؤزر موټرو ډزې، ټایرونه چوي خو ځاني زیان نه دی اوښتی

نوشکی (وېب نیوز) د این 40 آر سی ډي سړک پر سټېشن ته نږدې نامعلومو وسلوالو کسانو له تفتان څخه کوټې ته روان درې باؤزر موټرې په ډزو ویشتي دي چې له امله یې د موټرو ټایرونه چاودلي دي. پېښه د شنبې په ورځ غرمه مهال رامنځته شوې، خو خوشبختانه هېڅ ډول ځاني زیان نه دی اوښتی. له برید وروسته بریدګر له سیمې تښتېدلي دي او امنیتي ادارو په سیمه کې د امنیت تدابیر نور هم سخت کړي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.