اسلام آباد (وېب نیوز) د وزیر اعظم سیاسي سلاکار رانا ثناالله د بجټ وروسته د وزیر اعظم د بدلون په اړه خپرېدونکې اوازې په کلکه رد کړې او هغه یې بې بنسټه وبللې. نوموړي وویل چې دا ډول خبرې هېڅ حقیقت نه لري او ځینې عناصر غواړي په هېواد کې سیاسي بې ثباتي رامنځته کړي. د هغه په وینا، وزیر اعظم په دې وخت کې په ښه ډول د هېواد مشري کوي او پاکستان ته په نړیواله کچه عزت او وقار ترلاسه شوی دی، او حکومت تل له اپوزیشن سره د خبرو اترو او جمهوري چلند هڅه کړې ده.
