لاہور(ویب نیوز) د ترهګرۍ ضد عدالت د ۹ مۍ د پولیسو د موټرو سوځولو قضیه کې پرېکړه اورولې ده، چې له مخې یې د پاکستان تحریک انصاف مشران یاسمین راشد، محمود الرشید، عمر چیمہ او اعجاز چوہدری ته ۱۰، ۱۰ کاله د بند سزا اورول شوې ده.عدالت د یادې قضیې له مخې د پخواني بهرنیو چارو وزیر شاہ محمود قریشی د برائت پرېکړه هم ورکړې ده.
