مقامی ۲۰ جون ۲۰۲۶

په کوټه کې د تېلو عجیب حالت، پاکستاني پټرول ارزانه خو غیرقانوني ایراني پټرول ګران

کوټه (وېب نیوز) په کوټه او شاوخوا سیمو کې د پټرولیم محصولاتو د بیو له وروستي کمښت وروسته یو عجیب وضعیت رامنځته شوی، چې له مخې یې قانوني پاکستاني پټرول د غیرقانوني ایراني پټرول په پرتله ارزانه شوی دی. په ښار کې پاکستاني پټرول نږدې 299 روپۍ فی لیټر پلورل کېږي، په داسې حال کې چې په اوپن مارکیټ کې ایراني پټرول تر 330 روپیو فی لیټر پورې خرڅېږي، چې له امله یې ولس اندېښمن شوی دی. خلک وايي چې د بیو له کمښت سره سره هم ځینې عناصر لا هم لوړې ګټې اخلي او د حکومت اعلان شوی ریلیف تر ولس نه رسېږي، نو ځکه له ضلعي ادارې د سمدستي اقدام غوښتنه کوي.