کوټه (وېب نیوز) په هېواد کې د پټرولیم محصولاتو او ډیزلو د بیو له څرګند کمېدو سره سره د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د خوراکي توکو، سبزیو، مېوو، دالونو او غوښې بیې لا هم لوړې پاتې دي. ښاریان وایي چې د تېلو د بیو د کمېدو ګټه تر اوسه خلکو ته نه ده رسېدلې او د ورځني استعمال ډېری توکي په لوړو نرخونو پلورل کېږي، چې له امله یې د متوسطو او بېوزلو کورنیو ستونزې لا زیاتې شوې دي. ولس له ضلعي ادارې، د نرخونو د کنټرول کمېټې او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د سرکاري نرخنامو عملي کول یقیني کړي او د غیرقانوني ګټې اخیستنې پر ضد جدي اقدامات ترسره کړي تر څو خلکو ته عملي اسانتیاوې برابرې شي.
