مقامی ۲۰ جون ۲۰۲۶

د هزارګنجي منډۍ پر لارو ناامني، جې یو آی د بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام د کوټې ضلعي مشرانو د هزارګنجي منډۍ پر لارو د ناامنۍ او لوټمار د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د ګوند مشرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې سبزي پلورونکي، سوداګر او عام وګړي هره ورځ د جرمونو له ګواښ سره مخ دي او د وسلو په زور د لوټ، موټرسایکل تښتونې او د موټرو د غلا پېښې زیاتې شوې دي. هغوی له آی جي او ډي آی جي پولیسو غوښتي چې په خپله سیمه وڅېړي او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي.