کوټه (وېب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي ویلي دي چې د مشرانو او شهیدانو د ارمانونو د تحقق لپاره یوه فعاله، منظمه او نظریاتي اداره اړینه ده. هغه د کوټې پرېس کلب کې د ضلعي عاملې غونډې ته د وینا پر مهال د نواب ارباب عبدالظاهر کاسي ملي خدمتونو او قربانیو ته درناوی وړاندې کړ. نوموړي وویل چې په بلوچستان کې مېشت پښتانه او بلوچ ولسونه له سختو سیاسي، اقتصادي او ملي ستونزو سره مخ دي او د ځمکو، سرچینو او بنسټیزو حقونو مسئلې لا پسې جدي شوې دي. په غونډه کې د تنظیمي فعالیتونو د پیاوړتیا او د کوټې په بېلابېلو تحصیلونو کې د ورکرز کنونشنونو د ترسره کولو پرېکړه هم وشوه.
